سياستمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د کابل پوهنتون د نړيوال رقابت دعوه وکړه

د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم وايي، ياد اداره هڅه کوي چې کابل پوهنتون د نړيوالو معتبرو پوهنتونونو د سيالۍ په کچه ورسوي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د هېواد د لوړو زده کړو د وضعيت په اړه جدي شکونه شته.

ندا محمد نديم دا خبرې د لوړو زده کړو وزارت په يوه رسمي ناسته کې وکړې او ويې ويل، چې د لوړو زده کړو په برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره باورمند دی. ده ټينګار وکړ، چې د کابل پوهنتون علمي مقام لوړول د دې ادارې په کاري پلان کې دي، خو د يادو پلانونو، معيارونو او مهال‌وېش په اړه يې جزئيات ورنه‌کړل.

د لوړو زده کړو وزير همچنان د پوهنتونونو د استادانو مالي وضعيت ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د هغوی معاشونه تر ۱۲۰ زره افغانيو زيات شوي دي؛ هغه اندازه چې د ده په وينا، د طالبانو د ادارې د يو وزير له معاش څخه هم لوړه ده. نديم دا اقدام د طالبانو د ادارې له‌خوا د پوهنتوني استادانو د علمي مقام د درناوي نښه وګڼله.

خو خپلواکې ناظرې او يو شمېر نړيوال بنسټونه دا ادعاوې د واقعتونو سره په ټکر کې بولي. د اکادمیکو ازاديو پراخ محدوديتونه، د ښځو له لوړو زده کړو څخه محرومول، او د درسي نصاب ايديولوژيکي لاسوهنې هغه ستونزې بلل کېږي، چې د منتقدانو په باور، د هېواد پوهنتونونه د نړيوالو معيارونو تر پوښتنې لاندې راولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button