اقتصادمهم خبرونه

د کرنې وزارت پلاوی د تهران سفر کړی دی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې بازمحمد فیضان، د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبيعي زېرمو معين، د يو پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی. دا سفر د کرنيزو وسايلو نندارتون کې د ګډون او د نويو اوبو لګولو ټکنالوژيو د معرفۍ په موخه ترسره شوی دی.

د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې پلاوي غړي به د نندارتون پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او ټکنالوژۍ په برخو کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوه اړخيزو سوداګريزو ناستو کې خبرې وکړي. د دې ليدنو موخه د تخنیکي تجربو تبادله، د پانګونې جلب او عصري کرنيزو وسايلو ته د لاسرسي زمينه برابول بلل شوې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره دا ډول سفرونه د کرنې د سکتور د پیاوړتیا هڅې ګڼي، څېړونکي تل ټينګار کوي چې د دې سکتور دوامداره وده شفافو تګلارو، ځواب ویونکي مديريت او د افغان متخصصينو لپاره د کار زمينې ته اړتيا لري؛ هغه مسایل چې په وروستیو کلونو کې له جدي ننګوونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button