مهم خبرونهنړیوال

هاآرتص: فلسطینيان اسيران په اسرائيلي زندانونو کې د تندې له لارې شکنجه کېږي

د اسرائيلي ورځپاڼې «هاآرتص» د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو له مخې افشا کړې چې د غزې د جګړې پر مهال فلسطینيان اسيران په اسرائيلو کې د څښاک اوبو له محروميت او د بند د سختو شرايطو له زياتېدو سره مخ شوي دي، او دا کړنې د ډله ييزو او غچ اخيستونکو سزاګانو په توګه توصيف شوې دي.

ورځپاڼې راپور ورکړی چې له اکتوبر اوومې نېټې وروسته، د اسرائيلو د کورنۍ امنيت وزير ايتامار بن ګوير په امر د ټولو فلسطیني اسيرانو د بند شرایط – د نيولو له وخت او ځای پرته – سخت کړل شوي دي. دغه تګلاره کې د اوبو په محدود لاسرسي، د څار زياتوالي او د لومړنيو ژوندانه اسانتياوو په کمښت کې زياتوالی شامل دی.

د راپور له مخې، نږدې ۹۰ سلنه اسيران په داسې ځایونو کې ساتل کېږي چې مساحت يې له درې مربع مترو کم دی او د استراحت لپاره له بسترونو بې‌برخې دي. همدارنګه، د بندي ساتونکو له‌خوا د دوامدارې تاوتريخوالي پراخې پېښې، د مناسبې روغتيايي پاملرنې نشتوالی او له عادلانه محکمې څخه د محروميت موارد ثبت شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه دا کړنې د بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه بولي.

د فلسطیني اسيرانو د چارو ادارو ویلي چې د بې‌دليلې بنديانو د زياتېدو له امله، نږدې نيمايي فلسطيني زندانيان پرته له رسمي تور يا محکمې نيول شوي دي. د خپرو شويو شمېرنو له مخې، د فلسطیني اسيرانو شمېر له ۹۳۰۰ تنو اوښتی، چې شاوخوا ۴۹ سلنه يې د قانوني بهير له تېرېدو پرته بنديان دي.

په دغو شمېرو کې راغلي چې ۳۳۵۰ تنه د «اداري بند» تر عنوان لاندې او ۱۲۲۰ نور، چې ډېری یې د غزې د تړانګې له بنديانو څخه دي، د «غيرقانوني جنګياليو» په نوم ساتل کېږي. اداري بند د نظامي حکمونو پر بنسټ ترسره کېږي او کېدای شي کلونه تمديد شي، په داسې حال کې چې اسيران او د هغوی وکيلان له محرمانه دوسيو سره د لاسرسي حق نه لري.

راپور ټينګار کوي چې د ۲۰۲۵ کال د زندانونو وضعيت د فلسطیني اسيرانو پر وړاندې د منظمې تاوتريخوالي دوام ښيي او بندځايونه د سيستماتيکو شکنجو په مرکزونو اوښتي دي. د همدې کال په ترڅ کې د ۳۲ فلسطینی اسيرانو مړينه د بې‌سابقې خرابو شرايطو نښه بلل شوې او دا د اسيرانو د خوځښت پر وړاندې د فشارونو د زياتېدو څرګندونه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button