له پاکستان څخه په یوه ورځ کې له ۱۲ زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي

د طالبانو د ادارې د کډوالو چارو کمېسیون وايي چې یوازې د شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۷مه نېټه، له ۱۲ زرو څخه ډېر افغان کډوال په زوره له پاکستانه ایستل شوي دي. دغه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه، پُل ابریشم او اسلامقلعه پولهيي لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
همداراز ایران هم ۱۳۲ افغان کډوال له خپلو سرحدي لارو بېرته افغانستان ته لېږلي چې برخې یې په زوره او یو شمېر نور په داوطلبانه ډول بېرته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا کډوال له ډېرو کلونو راهیسې د پولې هاخوا اوسېدل، خو اوس مجبوره شوي چې خپل شتمنۍ پرېږدي او بېرته هیواد ته ستانه شي.
دغه بهیر په داسې حال کې زور اخلي چې افغانستان اوس د بشري ناورین، پراخې بېکارۍ او د اساسي خدماتو د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دی. له دې ټولو سره سره، مسؤولو ادارو تر اوسه د دغې زیانمنې شوې ټولنې د منلو لپاره ضروري ملاتړیز جوړښتونه نهدي برابر کړي.
شاتګ ته اړ شوي کډوال اوس سرپنا، روغتیایي خدماتو او د کار فرصتونو ته اړتیا لري، خو د طالبانو اداره تر اوسه د مهاجرت له بحران سره د مدیریت لپاره نه روڼ او نه هم مؤثره طرحه وړاندې کړې. د بشري حقونو شنونکي دا ډلهییز ایستل د کډوالو د حقونو خلاف او د اندېښنې وړ ګڼي.




