په افغانستان کې د قوس میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

د افغانستان د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ويلي چې په هېواد کې د ۱۴۰۴ کال د قوس میاشت کې د خوراکي توکو بیې په پام وړ ډول لوړې شوې دي؛ دا زیاتوالی تر ټولو ډېر د کورنیو پر اقتصاد فشار راوړی او د خلکو د پېرلو توان يې لا کم کړی دی.
د راپور له مخې، د خوراکي توکو عمومي بیې په دغه مياشت کې ۴٫۲ سلنه لوړې شوې دي. د غلو بیه ۳٫۵ سلنه، د خوړو د تېلو بیه ۱۳٫۹ سلنه او د سبو بیې تر ۲۹ سلنې پورته شوې دي؛ توکي چې د خلکو د ورځني مصرف لویه برخه جوړوي.
له دې سره، د غیر خوراکي توکو بیې هم ۱٫۹ سلنه لوړې شوې دي. د احصایو له مخې، د جامو بیې ۳٫۱ سلنه او د درملنې او تداوۍ لګښتونه ۱۷٫۲ سلنه زیات شوي دي، چې له امله یې د خلکو د اساسي روغتیايي خدماتو لاسرسی لا ستونزمن شوی دی.
د ملي احصايې او معلوماتو ادارې زیاته کړې چې د قوس په میاشت کې د مصرفي توکو میاشتنی پړسوب ۲٫۸ سلنې ته رسېدلی دی، چې دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله رامنځته شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د قوس میاشت د تېر کال د ورته مودې په پرتله د کال په کچه پړسوب ۹٫۶ سلنه لوړ شوی دی؛ دا شمېر د هېواد پر وګړو د اقتصادي فشار دوام څرګندوي.
په پولي برخه کې، دغه اداره وايي چې د افغاني ارزښت د تېر کال د ورته مودې په پرتله د امريکايي ډالر پر وړاندې ۴٫۲ سلنه لوړ شوی دی. سره له دې، کارپوهان باور لري چې د افغاني نسبي پياوړتیا د طالبانو د مؤثرو کنټرولي او ملاتړیو تګلارو د نشت له امله نه ده توانېدلې چې د اساسي توکو د بیو له لوړوالي او د خلکو د پېرلو له ځواک د کمېدو مخه ونیسي.




