کلتور او هنرمهم خبرونه

د بلخ د طالبانو اداره د لوحو څخه د بهرنيو کلمو د لرې کولو غوښتنه کړې

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی، د دې ولايت له لوحه‌ليکونکو او چاپ‌خانو مسؤلانو سره په يوې غونډه کې غوښتنه کړې چې په لوحو او ښاري اعلانونو کې له بهرنيو کلمو د کارونې ډډه وکړي. دغه اداره ويلي چې د دې اصولو مراعت د طالبانو د اعلان شوو فرهنګي تګلارو يوه برخه ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پر هغه څه ټينګار شوی چې «اصيل افغاني فرهنګ» بلل شوی او همدارنګه د لوحو د اصلاح کمېسيون د طرزالعمل د تطبيق مسئله مطرح شوې ده. د رياست مسؤلينو له دې برخې فعالانو غوښتي چې په تجارتي او تبليغاتي ليکنو کې ټاکل شوي چوکاټونه مراعت کړي.

په عين حال کې، يو شمېر ګډونوالو خپلې ځانګړې اندېښنې او ستونزې د دې لارښود د تطبيق په اړه شريکې کړې. سره له دې، هغوی د دې فرهنګي پرېکړې د پلي کولو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

منتقدان وايي، که دا ډول پرېکړې په روښانه تعريف او د فرهنګي او ژبني فعالانو د پراخ ګډون پرته عملي شي، نو ممکن د سليقه‌يي محدوديتونو سبب شي او د ښارونو په ژبني تنوع او فرهنګي آزاديو اغېز وکړي؛ موضوع چې د طالبانو له لوري د لا زيات شفافيت او ځواب‌ويونکۍ چلند غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button