د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
د تورخم له لارې د افغان کورنيو ستنېدنه دوام لري

د تورخم لارې له لارې د افغان کورنيو بېرته راستنېدنه لا هم روانه ده. دا هغه کورنۍ دي چې د اوږدې مودې له اوسېدو وروسته په پاکستان کې اوس اوس اړې شوې دي چې خپلې مېنې پرېږدي او هېواد ته راستانې شي.
ځینې بېرته راستنېدونکي کورنۍ وايي، په تېرې اونۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو چلندونه او محدودیتونه زیات شوي، چې دا کار یې ورځنی ژوند سخت کړی و.
د دغو کسانو په وینا، د امنیتي فشارونو، د نیولو وېرو او د تګ راتګ محدودیتونو له کبله دوی دې ته اړ شول چې د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړي. دا پرېکړه د ډېرو لپاره له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مل ده.
د تورخم لار، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له مهمو تګ راتګ لارو څخه ده، دا ورځې شاهد ده چې ګڼ شمېر کورنۍ له تورخم څخه هېواد ته داخلېږي، داسې حال کې چې د راتلونکي په اړه یې وضعیت لا هم روښانه نه دی.




