په فراه کې شاوخوا ۲۰۰ د سېلاب ځپلي اوسېدونکي خوندي ځایونو ته انتقال شول

د فراه ولایت په یو شمېر برخو کې د سېلابونو له بهېدو وروسته، د چارشنبې په ورځ د مرستو رسونې ډلو وتوانېدې چې نږدې ۲۰۰ تنه هغه اوسېدونکي چې د اوبو په منځ کې بند پاتې وو، خوندي سیمو ته انتقال کړي.
د فراه د پولیسو ویاند مولوي محمد نسیم بدري وویل، دا عملیات د طالبانو د ادارې تر چتر لاندې د امنیتي ځواکونو، ځمکنیو قطعو او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د هوايي ځواک په همغږۍ ترسره شوي، او بند پاتې کسان د قرغزر او دوزدک له سیمو څخه چې د فراه ښار ته نژدې دي، د درېو هلیکوپترو په الوتنو کې ژغورل شوي دي.
په عین وخت کې، د فراه د عامې روغتیا رییس مولوي شیخ میر صدام څرګنده کړې چې روغتیایي ټیمونه په سیمه کې موجود وو او له ژغورل شوو کسانو سره یې د لومړنیو طبي خدمتونو مرسته کړې ده.
محلي چارواکي وايي، وروستیو سېلابونو په فراه کې تر مالي زیانونو سربېره، د لږ تر لږه یو تن ژوند اخیستی او یو شمېر نور یې ژوبل کړي دي؛ دا پېښه یو ځل بیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مسؤلو ادارو د بحران د مدیریت او چمتووالي په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.




