مهم خبرونهنړیوال

لوکاشنکو د پوتین پر استوګنځي د ډرون برید «دولتي ترورېزم» وباله

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په استوګنځي د ډرون برید د «تر ټولو لوړې کچې دولتي ترورېزم» بېلګه ده. د روسیې رسنیو د راپور له مخې، لوکاشنکو د دې پېښې په اړه وویل چې د روسیې د ولسمشر استوګنځای په نښه کول یو منظم عمل دی او له عادي پوځي برید څخه ډېر لوړ دی، او هغه دا برید په سختو ټکو وغنده. له دې مخکې، د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي وو چې اوکراين د دسمبر په ۲۹مه نېټه د ۹۱ ډرونونو له لارې د ولادیمیر پوتین دولتي استوګنځای ته په نووګورود سیمه کې برید کړی دی. نوموړي دا کار ترورېستي برید بللی او ټینګار یې کړی چې مسکو به دا برید بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي. همدارنګه، د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا هم ويلي چې د پوتین استوګنځای په نښه کول به له «غچ اخیستونکو اقداماتو» سره مخ شي، خو نوره جزئیات یې نه‌دي ورکړي. دا پرمختګونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زېلېنکسي او د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر کتنې وروسته، پر دې د بحثونو څپه راپورته شوې وه چې ښايي د اوکراين د سولې خبرو احتمال زيات شي. خو روسي چارواکي ادعا کوي چې ځينې اروپايي هېوادونه، په ځانګړي توګه برېتانيا، د سولې له بهیر سره مخالف دي او آن لندن یې په غيررسمي ډول په دې برید کې د لاس لرلو تورن کړی؛ دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دي تاييد شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button