مهم خبرونهنړیوال

سروې: د ټرمپ د کړنو له امله د ۵۶ سلنې خلکو ناراضیت

د یوې باوري سروې پایلې په متحده ایالاتو کې ښيي چې د امریکا اوسنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د ۲۰۲۵ کال په پای کې له لوړې کچې عامه ناراضیت سره مخ شوی دی؛ داسې چې ۵۶ سلنه ګډونوالو د هغه له کړنو ناخوښي څرګنده کړې ده.

د فوربز مجلې د راپور له مخې، د ټرمپ محبوبیت د ۲۰۲۵ کال په پای کې نه یوازې د هغه د لومړۍ دورې له ورته مودې څخه ټیټ شوی، بلکې د پخواني ولسمشر، جو بایډن، د محبوبیت له کچې هم کم و. دغه کمښت د هغه د دوهمې دورې په لومړي کال کې د عامه باور د کمېدو نښه بلل شوی دی.

د ایکونومیسټ/یوګوو د سروې له معلوماتو سره سم، د ټرمپ محبوبیت د ۲۰۲۵ کال په پایله کې د ده د لومړۍ دورې د لومړي کال له پای څخه درې سلنه ټیټ او د بایډن له محبوبیت څخه په ورته وخت کې اووه سلنه کم ثبت شوی دی. په همدې سروې کې د ټرمپ د محبوبیت کچه ۳۹ سلنه ښودل شوې ده.

فوربز په خپلې شننې کې ټینګار کړی چې د امریکا اقتصادي وضعیت د ولسمشر د محبوبیت په ټیټېدو کې بنسټیز رول لري. له نیمایي ډېر ګډونوال، یعنې ۵۱ سلنه، وايي چې د تېر کال په ترڅ کې د هېواد اقتصادي وضعیت خراب شوی، چې دا موضوع په مستقیم ډول د حکومت د اقتصادي مدیریت له منفي ارزونې سره تړاو لري.

دغه سروې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د ۱۵۵۰ امریکايي وګړو په ګډون ترسره شوې وه او د خطا اندازه یې ۳.۶ سلنه اعلان شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button