سياستمهم خبرونه

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د ځوانانو د موبایل کارونې له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه

ندامحمد ندیم، د طالبانو د ادارې د لوړو زده‌کړو وزیر، په یوه تازه وینا کې له ځوانانو وغوښتل چې د دیني مسایلو په برخه کې پر هغو معلوماتو تکیه ونه کړي چې د موبایل له لارې ترلاسه کوي، او خپل اصلي سرچینه دې کتاب وګرځوي.

هغه وویل، د موبایل کارونه یوازې هغه مهال د مسلکي چارو لپاره د منلو وړ ده چې لیکلي منابع شتون ونه لري؛ خو د ده په باور، په دیني مسایلو کې باید له موبایلي محتواو څخه د استفادې ډډه وشي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو اداره له دې وړاندې هم په تعلیمي بنسټونو کې پر ډیجیټلي وسایلو محدودیتونه لګولي دي. د میزان میاشتې په جریان کې، د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو له استادانو او له څلورم بست څخه ښکته مامورینو لپاره د هوښیار موبایلونو کارونه منع اعلان کړه.

منتقدان وايي، دا ډول تګلارې د دیني او علمي سواد د لوړولو پر ځای، د متنوعو زده‌کړیزو سرچینو آزاده لاسرسي محدودوي او کېدای شي د لوړو زده‌کړو پر کیفیت منفي اغېز ولري؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې په ډېرو ولایتونو کې کتابونه او چاپي مواد په پراخه توګه نه تر لاسه کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button