ایراني قونسل په ننګرهار کې د طالبانو له ادارې سره د ګډو همکاريو ټينګار وکړ

د ايران قونسل په ننګرهار کې وايي چې ايران او د طالبانو اداره له ګډو ننګونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه له اقتصادي فشارونو سره، او په دې حالت کې د دواړو لورو همکاري او يووالی اړين دی.
مجيد رضاپناه دا څرګندونې د ننګرهار له خبريالانو سره د پېژندنې په غونډه کې وکړې او ويې ويل چې د ده په باور، د بهرنيو هېوادونو اقتصادي بنديزونه پر دواړو لورو اغېز کړی دی. هغه ټينګار وکړ چې دا حالت د اقتصادي ستونزو د حل لپاره زياتې هماهنګۍ ته اړتيا لري.
د ايران قونسل همدارنګه وويل چې له څو کلونو وروسته په افغانستان کې عمومي امنيت ټينګ شوی او اوس بايد تمرکز پر اقتصادي پرمختګ او پراختيا وشي. هغه وويل ايران د افغانستان د خلکو او د واکمنې ادارې تر څنګ ولاړ دی او اقتصادي همکارۍ د دواړو ملتونو په ګټه بولي.
په همدې مهال، د ننګرهار ولايتي مسوولانو د ايران له خوا د دوامدارو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا غوښتنه وکړه. د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس وويل چې د سوداګريزو لارو پراختيا کولای شي د اوسېدونکو لپاره زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ننګرهار د بهرنيو چارو رييس هم د دواړو هېوادونو اړيکې له سياست څخه هاخوا وبللې او هغه يې د ملتونو ترمنځ پر تاريخي او کلتوري اړيکو ولاړې وبللې. د ايران قونسل زياته کړه چې د روغتيا، يخچالخونو، مسلکي مرکزونو او تخنيکي پروژو په برخه کې همکارۍ دوام لري او يو مجهز روغتون د شکر ناروغۍ د درملنې لپاره په ننګرهار کې جوړ شوی دی.




