حماس د خپل پخواني پوځي څانګې د وياند وژل تأييد کړل

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د دوشنبې په ورځ په يو بيان کې تأييد کړه چې د دې غورځنګ د پوځي څانګې پخوانی وياند «ابوعبيده» د اسرائيلو د پوځ په بريدونو کې په غزه کې وژل شوی دی. د حماس په وينا، نوموړی د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای د استوګنې سيمو د بمبارۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بيان کې راغلي چې ابوعبيده د وروستيو نښتو پر مهال او د «طوفان الاقصی» په نوم عملياتو کې مهم رول لوبولی او تر وروستۍ شيبې پورې د اسرائيلي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کړی دی. حماس دا پېښه د هغه څه يوه برخه بللې چې دا غورځنګ يې «د فلسطين د ملت روانه جګړه» بولي.
حماس په دوام کې د خپلو مشرانو او مهمو څېرو تر هدف لاندې راوستل او وژنې غندلې دي او ويلي يې دي چې دغه ډول اقدامات به د دې ډلې پر فعاليتونو هېڅ اغېز ونه کړي. ياد بيان ټينګار کوي چې د اسرائيلو بريدونه پر استوګنيزو سيمو، په ځانګړي ډول په غزه کې، د ملکي وګړو کړاوونه زيات کړي او د بشري قوانينو له اصولو سره په ټکر کې دي.
هممهال د ابوعبيده د وژل کېدو د تاييد سره، حماس د ده اصلي پېژندنه هم لومړی ځل رسماً څرګنده کړه. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د هغه بشپړ نوم «حذيفه سمير الکحلوت» و او د «ابو ابراهيم» په نوم د قسام د ځانګړي غنډي وياند و.




