مهم خبرونهنړیوال

د چین پوځ د تایوان د محاصرې تمرين ترسره کړ

د چین پوځ د «عدالت ماموریت ۲۰۲۵» په نوم خپلو پوځي رزمايشونو ته په دوام کې، د تایوان په شاوخوا کې د دویمې ورځې تمرینونو پر مهال د دې ټاپو د محاصرې او د توغندیو د توغولو تمرين وکړ. دا رزمايشونه د واقعی ډزو تر څنګ د سمندري او هوايي پراخو محدویتونو يوه برخه ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پړاو نږدې لس ساعته د جنګي وسلو تمرينونه، د تایوان د اصلي بندرونو د محاصرې شبیه‌سازی، او هممهاله هوايي او سمندري عملیات رانغاړي. دا تمرینونه د ځایي وخت له سهار اته بجو څخه تر ماښام شپږو پورې د تایوان په شاوخوا پنځو سمندري او هوايي سيمو کې ترسره کېږي او په کې پوځي ګزمه، دقيقې بریدونه او د اوبتلو ضد مانورونه شامل دي.

د تایوان د مدافعینو د وزارت په وینا، د دې رزمايش ځینې برخې په هغو اوبو کې ترسره کېږي چې تایپي یې خپله خاوره بولي. په عین وخت کې، د تایوان د هوانوردۍ اداره وايي، د دې تمرینونو له امله تر اتیا زيات کورني الوتنې لغوه شوې دي او سلګونه نړیوال پروازونه کېدای شي له ځنډ سره مخ شي.

د چین د پوځ ختیځې حوزې قوماندانۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا رزمايش د جنګي الوتکو، بم‌وَرونکو، بې‌پي‌لوټه الوتکو او د لیرې واټن توغندیو کارونه رانغاړي او د څو اړخیزې همغږي شوې یرغل په بڼه د ځمکنيو متحرکو هدفونو د برید تمرين ترسره کوي. د دې قوماندانۍ په وینا، د تایوان شاوخوا پنځه سيمې به لس ساعته د هوايي او سمندري محدودیتونو لاندې وي.

دا د ۲۰۲۲ کال راهيسې د چين شپږم ستر پوځي تمرين دی چې د تایوان په شاوخوا کې ترسره کېږي، او دا په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د تایوان لپاره د يو ستر دفاعي وسلو د پلور اعلان کړی. د چین د ختیځې حوزې ویاند ويلي، د دې تمرین هدف د تایوان د بېلتون‌پالو ځواکونو ته د خبرداري ورکول او له بهرني پوځي مداخلې د مخنیوي هڅه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button