د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په ترکیه کې د ۲۴ افغان پناهجونو نیول

په ترکیه کې د افغان پناهجونو د نیولو لړۍ دوام لري. د دې هېواد پولیسو په ساکاریا ښار کې د یوه بار موټر تعقیب کولو پر مهال ۲۴ افغان وګړي چې غیرقانوني توګه دې هېواد ته داخليږي، نیولي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د بار موټر چلونکی هم د انسان د قاچاق په تور نیول شوی او د تحقیقاتو لپاره د عدلي ادارو په سپارلو کې دی. دغه کسان د شنبې په ورځ، ۱۷ عقرب، د کډوالو د ځانګړې اېستلو مرکز ته انتقال شوي دي.

د دغو پناهجونو د نیولو خبر یوازې یوه ورځ وروسته له دې خپور شو چې ترکیه پولیسو ۲۴ نور افغان اتباع په ساکاریا او کارادنیز ښارونو کې نیولي و.

د ترکیې د داخله وزارت د معلوماتو له مخې، له روان کال راهیسې تر دې دمه، له ۳۰ زرو زیات افغان پناهجیان په مختلفو ښارونو کې شناسایي او نیول شوي دي.

افغان پناهجیان چې د طالبانو د حکومت له امله د ناامنیو، ځپل او سیاسي فشارونو له کبله هېواد پریښودو ته مجبور شوي، په سیمه ییزو هېوادونو کې د سختو کډوالۍ قوانینو سره مخ دي. د دې مهاجرو د نیولو او اېستلو پیښو زیاتوالی د دوی انساني وضعیت لا نور هم کړکیچن کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button