په کابل کې د سویس استازو د بندیانو د حقونو په اړه له د بندونو له ادارې سره لیدنه وکړه

د بندونو د چارو د تنظیم اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان یو پلاوی د ایریک مارکلي په مشرۍ د سهشنبې په ورځ له دې ادارې د پالیسي او مسلکي چارو له مرستیال سره لیدلی او د بندیانو د وضعیت او د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه یې خبرې کړي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د بندیانو د ساتنې شرایط، د هغوی د اساسي حقونو د ترلاسه کولو څرنګوالی او یو شمېر نور اداري موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي. دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت او د بندیانو د اساسي حقونو د لاسرسي په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې محمد بلال فاتح، د بندونو د چارو د تنظیم ادارې مرستیال، له سویسي پلاوي غوښتنه کړې چې په ځینو برخو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي. د سرچینې په وینا، د سویس د همکارۍ سازمان استازو هم د همکارۍ لپاره خپله چمتووالی څرګند کړی دی.
خو د بشري حقونو بنسټونو بیا ځل ټینګار کړی چې د طالبانو د ادارې له لوري شفافیت، خپلواکه څارنه او ځواب ویونکي تګلاره د زندانونو د وضعیت د ښه کولو او د بشري حقونو د نقض د مخنیوي لپاره یوه جدي او حیاتي اړتیا ده.




