اقتصادمهم خبرونه

سوریې نوی اسعار رسمي بازار ته وړاندې کړل

د سوریې چارواکو اعلان کړی چې د دې هېواد نوی اسعار رسمي توګه د مالي دوران برخه ګرځېدلی او ټاکل شوې چې له ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له پیل څخه به په تدریجي ډول د پخوانیو پيسو ځای ونیسي. د مالیې او بانکي چارواکو په وینا، دا اقدام د ملي هويت د پياوړتیا او د خلکو د اعتماد د زیاتولو په موخه ترسره شوی دی.

د سوریې مرکزي بانک ويلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه به د زړو اسعارو د وړیا بدلون لړۍ پيل شي. د دې اعلان له مخې، زاړه او نوي اسعار به د ۹۰ ورځو لپاره په یو وخت کې د اعتبار وړ وي، څو ښاريان وکولای شي د وخت له فشار پرته خپلې پيسې تبادله کړي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، نوي بانک‌نوټونه د ۱۰ نه تر ۵۰۰ پونډو په قطعو کې چاپ شوي او په دې بهیر کې د اسعارو له واحدونو څخه دوه صفرونه لیرې شوي دي. همدارنګه د بشار اسد او د هغه د کورنۍ انځورونه له بانک‌نوټونو لرې شوي او پر ځای يې د سوریې د ملي ميراث نښې، لکه ګل، غنم او آهو انځور شوي دي.

اقتصادي شنونکي باور لري چې د اسعارو په ډیزاین او جوړښت کې بدلون، د سمبولیکو پیغامونو تر څنګ، د خلکو په رواني برداشت کې د اسعارو د ارزښت په اړه اغېز لرلای شي؛ خو د دې چارې د بریا کچه به د هېواد پر عمومي اقتصادي وضعیت او مالي مدیریت پورې تړلې وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button