اوچا: په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې راتلونکی کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان د بشري مرستو اړتیا ولري؛ دا شمېر که څه هم لږ لږ کم شوی، خو افغانستان لا هم د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د جګړې له امله نه بلکې د نورو اړتیاوو له پلوه تر ټولو زیاته مرستو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، بشري همکارانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د شاوخوا ۱۷.۵ میلیونو کسانو د مرستو هدف ټاکلی او د دې کار لپاره یې څه باندې ۱.۷۲ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده. اوچا وایي، دا شمېر د ۲۰۲۵ کال په پرتله څلور سلنه کمښت ښيي، خو د بودجې کمېدل د کړکېچ کمېدل نهماناوي.
اوچا ویلي، د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې وچکالي، د مهاجرو پراخ ستنېدل، زلزلو او پرلهپسې سېلابونه د افغانستان بنسټیزې ننګونې دي. د دې بنسټ په وینا، د وچکالۍ حالت لا هم روان دی، تر اوسه ۱۲ ولایتونه سخت زیانمن شوي او شاوخوا ۳.۴ میلیونه کسان تر اغېز لاندې دي. اټکل کېږي چې د کم بارانۍ او د تودوخې د لوړېدو حالت به د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې دوام وکړي.
په یوه بله برخه کې راپور زیاتوي چې د خوړو ناامنۍ د پخوا پرتله جدي شوې ده او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان له شدیده خوړو ناامنۍ سره مخ وي، چې دا به د میلیونونو کورنیو ژوند او عاید له خطر سره مخ کړي.
اوچا د ښځو او نجونو پر پراخو محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دا بندیزونه، د نهچاودېدونکو توکو د پاتې شونو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، د ماشومانو د کار او د زودهنو وادهونو ترڅنګ، د بشري کړکېچ بڼه لا پسې پېچلې کړې ده. ناقدان وایي، د طالبانو د ادارې تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو په اړه، د مرستو عادلانه لاسرسۍ ته زیان رسولی او د ټولنې د غبرګون وړتیا یې کمه کړې ده.
راپور همدارنګه وایي، د سرحدونو له هاخوا پراخ ستنېدنې شوې دي، او یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲.۶۱ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي؛ دا پروسه پر کوربنیو ټولنو، بنسټیزو خدماتو او د عیشت پر فرصتونو دروند فشار راوړی دی.
د اوچا د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مرستو تمرکز به په ژغورونکو او ساتونکو مداخلو وي، چې پکې د خوراکي توکو برابرول، سرپناه، روغتیایي پاملرنه، تغذیه، پاکې اوبه، حفظالصحې خدمات او د نغدو مرستو ملاتړ د تر ټولو زیانمنونکو کسانو لپاره شامل دي.




