د هرات خلکو لهخوا غزې ته ۱۱۴ مرستندوی محمولهوې ولېږل شوې

د هرات د خلکو د مرستو د راټولولو مسؤلینو خبر ورکړی چې تر اوسه ۱۱۴ مرستندوی محمولهوې د دې ولایت او لویدیځ زون د نورو ولایتونو له لوري د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو او استول شوې دي.
مفتی امیرمحمد خادم، چې د دغه بهیر مسؤول دی، ویلي دي چې دغه مرستې یوازې په نغدو پیسو محدودې نه دي، بلکې هر محموله په اوسط ډول له پنځه تر لس زره ډالرو نغدو پیسو، جامو، خوراکي توکو او نورو مرستندوی بستهوو څخه جوړه ده.
د ده په وینا، د مرستو د راټولولو بهیر لا هم روان دی او هڅه کېږي چې هره اوونۍ نوې محمولهوې غزې ته واستول شي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې خپلې بشردوستانه همکارۍ د دغو مرستو د دوام لپاره وساتي.
دغه مرستې په داسې حال کې استول کېږي چې د اسراییلو د جګړې او پوځي بریدونو له دوام وروسته، د غزې د خلکو بیړنۍ اړتیاوې ډېرې شوې دي او نړیوالو بنسټونو څو ځله د خوراکي توکو، درملنې خدمتونو او سرپناه له کمښت څخه خبرتیا ورکړې ده.




