په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو کموالی د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی

په د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د څښاک اوبو سخت کموالی د خلکو د ورځني ژوند له جدي ستونزو څخه ګرځېدلی دی. د نوابخېل، سلامخېل او انګر په کلیو کې کورنۍ اړ دي چې هر سهار د یوه بالټۍ اوبو د ترلاسه کولو لپاره له نیمايي ساعته تر څو کیلومتره پورې مزل وکړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په دغو درېیو کلیو کې چې شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ ژوند کوي، هغه څاګانې چې پخوا د اوبو اصلي سرچینه وې، اوس یا بشپړې وچې شوې دي او یا هم یوازې د لنډ وخت لپاره اوبه ورکوي. د فعالو څاګانو شمېر شاوخوا لسو ته رسېږي، او له هغو څخه ځینې یوازې نیم ساعت اوبه لري، چې خلک اړ دي له یوې ساعت زیات انتظار وباسي تر څو لږ اندازه اوبه بېرته راټولې شي.
د اوبو کموالی نه یوازې د څښاک اوبو ته لاره ستونزمنه کړې، بلکې کرنه او مالداري یې هم د له منځه تلو تر پولو رسولې ده. هغه کاریزونه چې کلونه کلونه یې د کرنیزو ځمکو خړوبولو دنده درلوده، د اوسېدونکو په وینا له یوولسو کالو راهیسې وچ شوي دي. سره له دې چې ځینو کورنیو خپلو څاګانو ته ژوروالی ورکړی او له سولر سیسټم څخه ګټه اخلي، خو د اوبو سطحه لا هم ټیټه پاتې ده.
په همدې حال کې یوازې د لږ شمېر شتمنو کورنیو توانېدلي چې په محدوده توګه خپلې ځمکې خړوبې کړي، خو ډېری اوسېدونکي له کرنې او د مال ساتنې بېبرخې شوي دي. دا وضعیت د خلکو د عاید اصلي سرچینه سخت زیانمنه کړې او بېوزلي یې نوره هم زیاته کړې ده.
کارپوهان وايي، د اوبو د سرچینو وچېدل د اقلیم بدلون او د اوبو د ناسمو مدیریتونو پایله ده، چې پراخ اقتصادي، ټولنیز او روغتیایي اغېزونه لري. له بلې خوا، یونیسف خبرداری ورکړی چې نږدې ۸۰ سلنه د افغانستان وګړي له ناپاکو اوبو ګټه اخلي؛ دا خبرداری، د طالبانو د حکومت له لوري د مؤثر پلان او اقدام نه شتون له امله، د ناوې په څېر زیانمنو کلیو وضعیت نور هم اندېښمن کړی دی.




