امنیت او پېښېمهم خبرونه

د دایکنډي–کابل لویه لاره د درنې واورې له امله تړل شوې

ځايي چارواکي په دایکنډي ولایت کې وايي، د تېر ماښام او د سه‌شنبې د سختې واورې له امله د دایکنډي–کابل لویه لاره او د دغه ولایت د ولسوالیو او مرکز ترمنځ ټولې لارې د ترافیک پرمخ تړل شوې دي.

د دغو چارواکو په وینا، د قوناق غونډۍ او نور غرني لاري هم د دغه بندیز برخه دي او دا مهال د وسایطو تګ راتګ په دغو لارو ممکن نه دی.

اکرام‌الله رفیع، د دایکنډي د عامه ګټو رییس، ویلي چې په ځینو تړل شوو غونډیو کې شاوخوا ۶۰ سانتي‌متره واوره راټوله شوې ده او تر هغه چې د واورې پاکولو عملیات پیل او پرمختګ ونه‌کړي، د مسافر وړونکو وسایطو د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دایکنډي د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې هر ژمی د لارو د تړل کېدو له ستونزې سره مخامخېږي؛ دا وضعیت د اوسېدونکو د اساسي خدمتونو لاس‌رسی او د ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ له ستونزو سره مخ کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button