زلنسکي: د ځمکو سپارل بې له ټولپرسۍ نه عملي کېږي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي ټينګار وکړ چې د هېواد د خاورې د هرې برخې د سپارلو موضوع د اوربند په بهير کې يوازې هغه وخت ارزول کېدای شي چې د خلکو ټولپرسۍ ترسره شي. نوموړي وويل، دا پرېکړه له خلکو د مستقيمې رايې پرته له قانوني او سياسي پلوه ناشونې ده.
زلنسکي د فاکس نيوز له شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې روسيې د جګړې په دغو کلونو کې توانېدلې هر کال شاوخوا درې زره کيلومتره مربع د اوکراين خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو په مقابل کې يې نږدې ۴۰۰ زره پوځي ځواکونه له لاسه ورکړي دي.
هغه زياته کړه چې شاوخوا ۲۰۰ زره اوسېدونکي په هغو سيمو کې ژوند کوي چې د سپارلو موضوع يې مطرح شوې او د دغو سيمو برخليک نه شي ټاکل کېدای، پرته له دې چې د خلکو نظر پکې واخيستل شي. د اوکراين ولسمشر ټينګار وکړ چې خلک بايد د هرې د سولې طرحې او يا د هېواد د سرحدي بدلونونو په اړه خپله رايه څرګنده کړي.
زلنسکي، د روسيې پر ولسمشر د بېباورۍ څرګندونه وکړه او وويل، بې له د متحده ايالاتو د ملاتړ، د اوکراين لپاره د جګړې ګټل ډېر سخت دي. هغه زياته کړه چې د موجوده قوانينو له مخې له سيمو شاتګ نشي کېدای، له همدې امله يې د ځانګړو قواعدو لرونکې يوې آزادې اقتصادي زون د رامنځته کولو وړانديز کړی دی.




