امنیت او پېښې

د توپان او واورې له کبله د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده

د سخت توپان او درنې واورې له امله د سالنګ لویه لاره نن د سهار له درېیو بجو راهيسې د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ بشپړه بنده شوې ده.

د سالنګ ولسوال، محمد عمر عمري، رسنيو ته ويلي چې د توپان شدت او د واورې د پام وړ زياتوالی د تګ راتګ امکان ناشونی کړی، او د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره دا لاره تړل شوې ده.

همدارنګه، د طالبانو تر ادارې لاندې د عامه چارو وزارت وياند، محمد اشرف حق‌شناس، د دې لارې تړل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي چې پرله‌پسې واورې د دې پرېکړې اصلي لامل ګرځېدلي دي.

ځايي چارواکو له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتيا پورې له دې لارې د تېرېدو هڅه ونه کړي، ځکه د سفر دوام په دغو شرايطو کې د مسافرو ژوند د جدي خطر سره مخ کولای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button