حزبالله د دوهم پړاو اوربند غوښتنه رد کړه

د لبنان حزبالله د هغو هېوادونو غوښتنه رد کړې چې د اوربند دوهم پړاو ته د یو اړخیز تېرېدو غوښتنه یې کړې ده. دغه ګوند وايي اسراییلي بریدونه او پوځي کړنې لا هم روانې دي. دا دریځ په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د لبنان سويل کې کړکېچ لا نهدی کم شوی او د تړونونو د ماتېدو اندېښنې دوام لري.
علي فېاض، چې د «وفاداري د مقاومت» د پارلماني ډلې غړی دی، د الاخبار ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، هر سياسي یا ديپلماتیک هڅه چې د ملي حقوقو د ترلاسه کولو لپاره کېږي، که پر ځواک، ثبات او ټينګښت ولاړه نه وي، هېڅ پايله نه لري. نوموړي زياته کړه چې د لبنان حکومت د لږ تر لږه توازن ته اړتيا لري؛ ځکه چې له دغه توازنه تېرېدل د حاکمیت او ملي ګټو ساتنه له خطر سره مخ کوي.
فېاض د اسراییل له خوا هغو کړنو ته په اشاره چې ده ورته «د نړیوالو قوانینو او تړونونو څخه پورته اقدامات» وویل، څرګنده کړه چې دا حالت د حزبالله په باور د مقاومت مشروعيت او اړتیا یو ځل بیا روښانه کوي. د ده په وینا، مقاومت د بدیلو ضمانتونو د نشتوالي له امله د ځان د دفاع او د لبنان د حقونو د خونېط حق لري.
د حزبالله دغه مشر زیاته کړه، هغه بدیل وړاندیزونه چې مطرح شوي، په عملي توګه د لبنان پرېښودل او د دښمن پر وړاندې تسلیمېدنه معنا لري، او دا چاره کولی شي ناوریني پایلې ولري. هغه څرګنده کړه چې د «دوهم پړاو» غوښتنه – چې د لیتاني سیند شمال ته اړه لري – په داسې حال کې مطرح شوې چې اسراییل لا هم د دغه سیند ځينې جنوبي برخې تر اشغال لاندې لري او د لبنان د پوځ له ځای پرځای کېدو مخنیوی کوي.
فېاض د لبنان دننه د بریدونو او وژنو دوام د اسراییل له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک نهپالنه وبلله او ويې ویل، له دې پرېکړهلیک څخه پورته یو اړخیز تعهدات د منلو وړ نه دي. هغه په پای کې ټینګار وکړ چې د لبنان ګټې د کورني وحدت په پیاوړتیا او د اختلافاتو له پراخېدو په ډډه کولو کې دي، ځکه چې د کورني صف کمزوري کېدل دښمن ته ګټه رسوي.




