د ملګرو ملتونو استازي د واخان دهلېز له سيمې ليدنه وکړه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د دې نهاد د ۲۰۲۵ کال د کاري پروګرامونو په لړ کې د سرمنشي ځانګړي استازي، مېشت همغږي کوونکي او د بشري مرستو مسؤل د افغانستان په شمال ختيځ کې د واخان دهلېز سيمې ته سفر کړی دی. دا يوه ليرې پروت سیمه ده چې رسېدنه ورته تل ستونزمنه بلل شوې ده.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، اېنډريکا راتواته په دې سفر کې له سيمهييزو اوسېدونکو سره کتلي او د دوی اندېښنې، اړتياوې او نظرونه يې په مستقيم ډول اورېدلي دي. د دې سفر موخه دا ښوول شوې چې د هغو ټولنو غږ ته انعکاس ورکړي کوم چې معمولاً د پاملرنې له دايرې بهر پاتې کېږي.
ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې هېڅ ټولنه، آن د افغانستان تر ټولو ليرو سيمو پورې، بايد له پامه ونه غورځول شي او د دغې ادارې پروګرامونه بايد د خلکو د واقعي اړتياوو پر بنسټ تنظیم شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ادارې له واکمنېدو وروسته د هېواد ډېرې ليرې پراتې سيمې د بنسټيزو خدمتونو له کمبود، د بشري مرستو د محدود لاسرسي او د دولتي پاملرنې له ضعف سره مخ دي؛ هغه موضوع چې نړيوالو بنسټونو څو ځل د زياتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.




