د هرات–خواف اورګاډي پټه د افغانستان یو اصلي تجارتي دهلېز ګرځېدلې ده

د هرات–خواف اورګاډي پټه چې د بېلابېلو هېوادونو زرهګونه ټنه سوداګریز توکي هره ورځ افغانستان ته لېږدوي، اوس د هېواد له مهمو تجارتي لارو شمېرل کېږي او د توکو او مسافرو په تګ راتګ کې مهمه ونډه لري.
د هرات ولایت د «روزنک» تمځای، د محلي سرچينو په وينا، د کارموندنې يوه مهمه مرکز شوې چې سلګونه افغان ځوانان هره ورځ د بارولو، تخلیې او اړوندو خدمتونو په برخو کې بوخت دي؛ دغه موضوع د اورګاډي د دې پټې شاوخوا سيمو اقتصادي فعاليت ته وده ورکړې ده.
اوس مهال افغانستان د اورګاډي له لارې په مستقیم ډول له درې ګاونډيو هېوادونو سره نښلول شوی: له ازبکستان سره د حیرتان–مزارشریف له لارې، له ترکمنستان سره د تورغندي–هرات او آقینې له لارو، او له ایران سره د خواف–هرات د اورګاډي له لارې چې د توکو او مسافرو د لېږد لپاره کارېږي. دا نښلونې افغانستان، چې له وچې محاط هېواد دی، د سیمې له ترانزیټي لارو سره نږدې کړي دي.
د طالبانو اداره وايي، پلان لري د هېواد د رېل پټلۍ شبکه نوره هم وغځوي او له اوو هېوادونو سره د نښلېدو زمینه برابره کړي؛ دا طرحه له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره غیرمستقیم اتصال هم پکې شامل دی. خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د دغو پروژو پلي کول شفافیت، مسلکي مدیریت او د عامه ګټو تضمین ته اړتیا لري؛ هغه مسایل چې په وروستیو کلونو کې تل د پوښتنو او اندېښنو سره مل پاتې شوي دي.
سره له دې چې افغانستان د رېل پټلیو په برخه کې لوړې وړتیاوې لري، د دې شبکې دوامداره پراختیا او عادلانه ګټه اخیستنه هغه وخت د دوامدار پرمختګ سبب کېدای شي چې د ترانزیټ او اقتصاد پالیسۍ بې له انحصار او د خلکو او افغان سوداګرانو د اړتیاوو پر بنسټ په شفاف ډول عملي شي.




