روغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې د پولیو ضد هڅې دوام لري

د کډوالو نړېوال سازمان (IOM) ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزې بهیر لا هم روان دی او د ماشومانو لپاره د واکسين ترلاسه کول یې په لومړيتوب کې دي.

د دې راپور له مخې، IOM د پولیو د له منځه وړلو نړېوال ابتکار سره په همغږۍ، ضروري واکسينونه لرې پرتو او له خطره ډکو سيمو ته لېږي؛ هغه سيمې چې د امنيتي، جغرافيایي او يا د روغتيايي خدمتونو د محدوديت له امله د واکسين رسونه پکې ګرانه ده.

دا پروګرامونه د زرګونو ماشومانو او ښځو د خونديتوب په موخه د پرېفلج ناروغۍ (پولیو) پر وړاندې پلي کېږي ـ هغه ناروغۍ چې لا هم د افغانستان د روغتيا له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

نړېوال بنسټونه بيا بيا ټينګار کوي چې د پولیو د له منځه وړلو بريا لپاره اړينه ده چې د روغتيايي ټېمونو ته د هېواد ټولو سيمو ته ازاد لاسرسی ورکړل شي او د طالبانو د ادارې دوامداره همکاري د واکسيناسيون د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره تأمين شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button