مولانا فضلالرحمن د طالبانو د چارواکو د علماوو د رول د ستاینې هرکلی وکړ

مولانا فضلالرحمن، د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر، د طالبانو د حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی؛ هغه څرګندونې چې پکې د پاکستان د دیني علماوو د مشورو او رول د ملاتړ په اړه د کابل او اسلاماباد د اړیکو د ښهوالي لپاره ټینګار شوی و.
هغه په خپل رسمي اېکس (X) پاڼه کې په یو پیغام کې لیکلي چې د واکمنو چارواکو لپاره اړینه ده چې د هغو دیني علماوو هڅې، چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښهوالي او د سولې د ټینګېدو په موخه ترسره کېږي، په مثبت ډول ومني او ملاتړ یې وکړي.
فضلالرحمن زیاته کړه چې دا بهیر باید لا پیاوړی شي، څو نهیوازې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې ښه شي، بلکې پاکستان او سیمه وکولای شي د دوامدارې سولې او ثبات په لوري ګامونه واخلي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کېږي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې په وروستیو میاشتو کې له ترینګلتیا او متقابلې بېباورۍ سره مل دي. د دیني علماوو منځګړتوب د ځینو کړیو له نظره د غیررسمي خبرو اترو له لږو لارو څخه ګڼل کېږي؛ خو منتقدان ټینګار کوي چې پرته له شفافو او عملي ګامونو د طالبانو د ادارې له لوري، دغه هڅې به څرګندې پایلې و نهلري.




