د ملګرو ملتونو راپور: د کوکنارو د کرنې بندیز د کروندګرو اقتصاد ته دروند زیان رسولی

د ملګرو ملتونو د نړيوالې ادارې د نشهيي موادو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) ویلي چې د بدخشان، بلخ او کندز ولايتونو کې د کوکنارو د کرنې بندیز پراخ پلي شوی، خو د دې پرېکړې اقتصادي اغېزې لا هم د کورنیو پر ژوند دروند فشار راوړي.
د دې ادارې د سروی له مخې، په دغو درې ولايتونو کې ۸۵ سلنه کورنۍ يا د کوکنارو له کرنې وروسته د عايد بل بديل نهدی موندلی او يا يې يوازې وکولای شول د خپلو له لاسه تلو عوايدو يوه برخه بېرته ترلاسه کړي. دا وضعيت څرګندوي چې پر بزګرانو او د ځمکې مالکانو اقتصادي فشارونه لا هم جدي دي.
د UNODC د معلوماتو له مخې، يوازې ۱۵ سلنه کورنیو د بديلو معيشتي لارو له لارې توانېدلي چې خپل مالي زيانونه جبران کړي. دغه محدود شمېر ښيي چې د اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي نابرابري لا هم موجوده ده.
دغه اداره ټينګار کوي چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کرنې بندیز، پرته له دې چې د اغېزمنو معيشتي ملاتړ پروګرامونو زمينه برابره شي، د کليوالو اوسېدونکو ډېری کورنۍ له سخت اقتصادي زيان سره مخ کړې دي او د بزګرانو او اغېزمنو کورنيو لپاره سمدستي او هدفمند ملاتړ ته اړتيا شته.




