سياستمهم خبرونه

ایمل ولي خان د پاکستان د پوځ دریځ د افغانستان پر وړاندې غیرمسؤلانه وباله

د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان د پاکستان د پوځ له تګلارو او دریځ څخه، چې د افغانستان په اړه یې لري، په کلکه نیوکه کړې او هغه یې غیرمسؤلانه بللی دی.

ایمل ولي خان ویلي، د پاکستان پوځي مقامات نږدې هر امنیتي پېښه چې د دغه هېواد دننه رامنځته کېږي، د لازم تحقیقاتو او د باوري شواهدو له وړاندې کولو پرته افغانستان ته منسوبوي. د هغه په باور، دا کړنلاره نه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې کړکېچونه هم زیاتوي.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې د پاکستان د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې سره، اوسني چلندونه له کډوالو سره ناعادلانه بللي او ویلي یې دي، له بدرفتارۍ او فشارونو څخه د پاکستان لپاره اوږدمهاله منفي اغېزې راپورته کېږي.

د عوامي ملي ګوند مشر خبرداری ورکړی، که دا تګلارې، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو په اړه، همداسې دوام ومومي، نو په پایله کې به پاکستان له یوې جدي ستونزې سره مخ شي؛ هغه موضوع چې د ده په وینا، کیدای شي د «پاکستان په ستوني کې د یوې هډوکي» په څېر شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button