روغتيامهم خبرونه

په هلمند کې ۱۲۵ ټنه بې‌کیفیته او زړې داروګانې وسوځول شوې

محلي چارواکو اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې ۱۲۵ ټنه بې‌کیفیته او د نېټې تېرې درمل راټول او وسوځول شول. دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د دې ولایت په بازارونو کې د درملو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د هلمند اوسېدونکي په وروستیو اوونیو کې څو ځلې شکايت کړی چې د درملتونونو موجود درمل له کیفیته ټیټ دي او ويلي یې دي چې د دغو درملو کارونه نه يوازې اغېزمن نه دي، بلکې په ځینو مواردو کې د ناروغيو د زیاتېدو سبب هم شوي دي.

د روغتيايي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د منظمې څارنې نشتوالی او د درملو پر وارداتو او وېش کمزورې کنټرول د جعلي او بې‌کیفیته درملو د خپرېدو زمينه برابره کړې ده؛ موضوع چې د عامې روغتيا لپاره مستقيم ګواښ بلل کېږي.

خو منتقدان وايي چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې د درملو د بازار د څار لپاره يو شفاف او دوامدار ميکانيزم رامنځته کړي او د فاسدو درملو موقتي سوځول، پرته له دې چې د څار نطام بنسټيز اصلاحات وشي، د خلکو جدي اندېښنو ته قناعت‌بخښونکی ځواب نه شي کېدای.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button