سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې چارواکی: د کابل او واشنګټن اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې دي

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دویم ریاست عمومي رییس وایي چې د امریکا شل کلن پوځي حضور په افغانستان کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې استثنایي پړاو و، او اوسنی وضعیت له هغه وخت سره بنسټیز توپیر لري.

ذاکر جلالي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دا مهال د کابل او واشنګټن په اړیکو کې د پام‌وړ پېچلتیا شتون نه لري. هغه د امریکا رول د ځینو ستراتیژیکو بنسټیزو پروژو لکه د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند په جوړولو کې «د پام وړ» بللی او ټینګار یې کړی چې دغه هلوځلو ته باید پاملرنه وشي.

د طالبانو د ادارې د دې چارواکي په وینا، د اوسنیو تعاملاتو کچه تر هغه ځایه رسېدلې چې د اړیکو د بیا رغونې او پراختیا پر لاره هېڅ جدي خنډ نه ښکاري. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم له پراخو سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو له کړکېچونو سره مخ دی، او د طالبانو د ادارې د نړیوال مشروعیت نشتوالی د هېواد د بهرنیو اړیکو پر وړاندې سترې ستونزې رامنځته کړې دي.

ذاکر جلالي په خپله د اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دوحې تړون لاسلیک د دواړو خواوو له لوري د یو ډول عمل‌محور چلند څرګندونه کوي او دا تړون دا زمینه برابره کړه چې دواړه لوري له تېرو تجربو تېر شي او د واقعبینانه تګلارې له مخې په نوې مرحله کې پر احتمالي فرصتونو تمرکز وکړي. خو منتقدان باور لري تر هغه چې د طالبان اداره د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او سیاسي مشارکت په برخه کې، ځواب ور نه کړي، د دوامدارو اړیکو د پراختیا خبرې لا هم له جدي شکونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button