پاکستان په يوې اوونۍ کې له څلور زرو زيات افغانان نيولي دي

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو د زياتېدو تر څنګ، د دغه هېواد چارواکي وايي چې يوازې د يوې اوونۍ په موده کې يې له څلور زرو زيات د افغانستان اتباع، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، نيولي دي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا نيونې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې شوي او د کډوالو کورنۍ هم د نيول شويو کسانو په منځ کې دي؛ يو اقدام چې د بشري حقونو د جدي اندېښنو سبب شوی دی.
په وروستيو مياشتو کې افغان کډوال په پاکستان کې له سختو چلندونو، پراخو نيونو او د تګ راتګ د محدوديتونو له امله څو ځله شکايت کړی دی؛ هغه کړنې چې د زرګونو کورنيو ژوند له نويو ستونزو سره مخ کړی دی.
د کډوالو د حقونو فعالان ټينګار کوي چې د ښځو او ماشومانو نيول، د دوی د انساني او نازکو حالاتو له پامه غورځول دي او دا کار د بشري حقونو له منل شويو اصولو سره په ټکر کې دی. دوی له د پاکستان له چارواکو غوښتنه کوي چې د کډوالو په تړاو خپلې پاليسۍ له سره وڅېړي.




