ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طب محصلو نجونو غوښتنه: د اگزيټ ازموينه دې د دوی لپاره هم واخيستل شي

په داسې حال کې چې د طب شورا يا «اگزيټ» ازموينې د هلکانو لپاره د نوم‌لېکنې بهير پيل شوی، يو شمېر د طب پوهنځي فارغې شوې نجونې غوښتنه کوي چې دا ازموينه دې د دوی لپاره هم واخيستل شي. دا غوښتنه له درې کلونو محروميت وروسته هم لاهم بې‌ځوابه پاتې ده.

د دغو فارغو شوو نجونو په وينا، په درې پرله‌پسې کلونو کې نجونو ته د اگزيټ ازموينې ته د داخلېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې. دا محدوديت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لګول شوی او د ښځو لپاره يې د مسلکي طبي بهيرونو ته برابر لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ډاکتران خبرداری ورکوي چې د دې حالت دوام کولای شي د هېواد د روغتيايي نظام لپاره جدي پايلې ولري، ځکه له ښځينه ډاکترانو د شمېر کموالي سره به د ښځو او ماشومانو د روغتيايي خدمتونو لاسرسی په ګڼو ولايتونو کې نوره هم محدود شي.

نجم‌السما شفاجو، د ښځينه او ولادي ډاکترانو د ټولنې رئيسه، وايي که د ښځو د برخې لپاره يوه مشخصه تګلاره جوړه شي، د نجونو څخه د اگزيټ ازموينې اخيستل يو منطقي او اړين حل کېدای شي. له دې سره، تراوسه د طالبانو اداره د نجونو د ګډون په اړه څرګنده دريځ نه‌دی اعلان کړی، په داسې حال کې چې د هلکانو نوم‌ليکنه روانه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button