ټولنه‌یزمهم خبرونه

هواپېژندنې ادارې د ۱۲ ولایتونو لپاره د واورې او باران خبرداری ورکړ

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر چتر لاندې د ملي هواپېژندنې ریاست ویلي چې نن، د دوشنبې په ورځ، د مرغومي میاشتې له پیل سره هم‌مهاله، د افغانستان ۱۲ ولایتونه به د باران او واورې له ورښتونو سره یو ځای د بریښنا او بادونو شاهد وي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې پرون خپره شوې، د غزني، دایکندي، ارزګان، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او زابل ولایتونه د هغو سیمو په لړ کې دي چې د دې موسمي حالت له امله اغېزمنېږي.

د هواپېژندنې د وړاندوینو له مخې، په دغو ولایتونو کې د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلی‌متره اټکل شوې او په لوړو سیمو کې د واورې د ورښت احتمال د ۱۰ تر ۳۵ سانتي‌متره په ضخامت سره شته.

هواپېژندنې ریاست له د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د ممکنه سیلابونو، د ځمکې ښوېدنې او د لارو بندېدو له امله د احتیاطي تدابیرو نیولو ته پام وکړي او له غیر ضروري سفرونو څخه ځان وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button