ټولنه‌یزمهم خبرونه

په يوه مياشت کې له ۱۲ زرو زيات د زېږېدو کارتونه وېشل شوي

د ملي احصايې او معلوماتو اداره وايي، د روان کال د قوس په مياشت کې د هېواد په کچه د ۱۲ زره او ۱۳۷ کسانو لپاره د زېږېدو کارتونه وېشل شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له ټول شمېر وېشل شويو کارتونو څخه ۷ زره او ۶۶۷ تنه لويان او ۴ زره او ۴۷۰ تنه ماشومان وو.

د دغې ادارې په وينا، کابل ولايت د ۷ زره او ۴۱۹ د زېږېدو کارتونو په وېشلو سره تر ټولو زياته ونډه لرلې ده. له کابله وروسته، خوست ولايت د ۱ زره او ۳۹۰ کارتونو، بلخ د ۸۶۰، ننګرهار د ۸۳۴ او هرات د ۲۷۶ کارتونو په وېشلو سره په ورپسې کتار کې راغلي دي.

د خپرو شويو شمېرنو له مخې، ۶ زره او ۹۶۴ د زېږېدو کارتونه د «اسان خدمت» مرکزونو له لارې په کابل او نورو ولايتونو کې وېشل شوي دي. همدارنګه، ۵ زره او ۱۷۳ نور کارتونه د احصايې او معلوماتو د ولايتي رياستونو د حياتي پېښو د مديريتونو له لوري غوښتونکو ته سپارل شوي دي.

په همدې مياشت کې، د ملي احصايې او معلوماتو اداره وايي چې د ټول هېواد په کچه يې د ۲ زره او ۱۹۴ مړينې سندونه هم وېشلي دي. د ادارې د معلوماتو له مخې، زياتره د مړينې سندونه په کابل، کندهار، کندز، خوست، جوزجان او پکتيا ولايتونو کې وېشل شوي دي.

د ملي احصايې او معلوماتو د ادارې د حياتي پېښو او بهرنيو اتباعو مديريت د زېږېدو، مړينې، واده او طلاق د ثبت مسؤليت لري. دغه راز، د بهرنيو اتباعو د راتګ او وتلو ثبت له رسمي بندرونو او هوايي ډګرونو څخه، او د تابعيت د ترلاسه کولو او پرېښودو اړوند خدمتونه د دې رياست له دندو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button