اقتصادمهم خبرونه

د کابل او تهران خبرې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د پراختيا په اړه

د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست په کابل کې وايي، ايراني شرکتونه غواړي د افغانستان د اوسپنې او نفتو په کانونو کې پانګونه وکړي؛ دا موضوع د هغه په ليدنه کې د کانونو او پټروليم د وزارت له سرپرست سره مطرح شوې ده.

د کانونو او پټروليم وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ليدنه د شنبې په ورځ ترسره شوې او دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراخېدو، د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او د بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو، د پانګونې د ودې په اړه خبرې وکړې.

علي‌رضا بيکدلي په دې ليدنه کې، د افغانستان د عمومي امنيتي وضعيت او د شتمنو معدني زېرمو ته په اشارې سره وويل، دا حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زياتېدو لپاره غوره فرصت دی او د ايراني شرکتونو د علاقې په اړه يې يادونه وکړه چې غواړي د افغانستان د کانونو په پروژو کې برخه واخلي.

په مقابل کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري د دې علاقې هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې دغه وزارت به د پانګونې د بهير د اسانولو او اړينو همکاریو لپاره لازم ملاتړ او همغږي برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button