د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ راپورونه رد کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې د ماليې وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهير ځنډېدلی. دغه وزارت ويلي، د معاشونو د ورکړې بهير په عادي ډول روان دی.
د دغه وزارت وياند عبدالقيوم نصير ويلي چې د معاشونو د ورکړې په بهير کې هېڅ ډول درېدل نه دي راغلي او دا پروسه د ټاکل شوې برنامې له مخې پرمخ ځي. د نوموړي په وينا، د ټولو رياستونو او اړوندو برخو له راپورونو وروسته به د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې د معاشونو حواله ترسره شي.
په وروستيو مياشتو کې د يو شمېر دولتي کارکوونکو لهخوا د معاشونو د ورکړې د ځنډ په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې؛ اندېښنې چې د سختو اقتصادي حالاتو له امله د هېواد د خلکو پر ورځني ژوند فشار زياتوي.
خو د طالبانو اداره تل هڅه کړې چې دغه ډول راپورونه رد کړي او د معاشونو د ورکړې وضعيت عادي وښيي. دولتي کارکوونکي تمه لري چې دا بهير په عمل کې هم منظم او شفاف تطبيق شي.




