هند له افغانستان سره شپږ عصري امبولانسونه وسپارل

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې هند دې وزارت ته شپږ عصري او له طبي وسايلو سمبال امبولانسونه سپارلي دي. د وزارت د چارواکو په وينا، دغه امبولانسونه به د عاجلو ناروغانو د لېږد او په بېلابېلو سيمو کې د بيړنيو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره وکارول شي.
د عامې روغتيا اړوند رييسانو ټينګار کړی چې دا امبولانسونه کولای شي د ناروغانو د بيړنيو خدمتونو ته د لاسرسي په ښه کولو او د ناروغانو د لېږد ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي توګه په هغه حالت کې چې روغتيايي امکانات له جدي ننګونو سره مخ دي.
د عامې روغتيا وزارت د هند له دې مرستې مننه کړې او دا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتيايي همکاريو د دوام نښه بللې ده. وزارت زياته کړې چې دا ډول همکارۍ کولای شي د عامې روغتيا خدمتونه لا پياوړي کړي او د افغانستان د اوسېدونکو د عاجلو روغتيايي اړتياوو په پوره کولو کې اغېزمن ثابت شي.




