د کابل ډېری اوسېدونکي په غېررسمي سیمو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د استوګنې د برنامې دفتر (یونهَبیتت) ویلي چې له هر پنځو کابلي اوسېدونکو څلور یې په غېررسمي سیمو کې ژوند کوي؛ هغه سیمهګانې چې له بنسټیزو ښاري خدماتو بېبرخې دي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې ډېره زیانمنونکی بڼه لري.
د راپور له مخې، کابل د افغانستان تر ټولو لوی ښار دی او د هېواد له ښاري نفوس څخه له ۴۰ سلنې ډېر خلک پکې اوسي. خو بېبرنامې ښاري پراختیا، د بنسټیزو زیربناوو نشتوالی او د غېررسمي مېنو پراختیا د سېلابونو، د اوبو د کمښت او نورو اقلیمي بحرانونو خطرونه زیات کړي دي.
یونهَبیتت ټینګار کوي چې د دغو سیمو اوسېدونکي د اقلیمي بدلون له زیانونو ډېر اغېزمنېږي، او دا وضعیت د ښارونو د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق لپاره د هدفمندو او عاجلو اقداماتو اړتیا لا پسې روښانه کوي.
په همدې حال کې، د طالبانو تر ادارې لاندې مسؤل بنسټونه تر اوسه د ښاري استوګنې د بحران د هواري او په کابل کې د اقلیمي زیانمننې د کمېدو لپاره یوه روښانه او هر اړخیزه طرحه نه ده وړاندې کړې. دا موضوع د نړیوالو بنسټونو او د کابل د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې او د مسوولیت منلو او عملي اقدام اړتیا یې نوره هم جدي کړې ده.




