په کابل کې د ورځې په پای کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې؛ د اوسېدونکو تګ راتګ ستونزمن شوی

د کاري ورځې د وروستیو ساعتونو په رسېدو سره کابل د ارامېدو پر ځای د سړکونو او د موټرو تمځایونو د خورا زیاتې ګڼه ګوڼې شاهد دی؛ داسې حالت چې د زرګونو اوسېدونکو ورځنی تګ راتګ په وختخورا ستونزه بدل کړی دی.
د ښار اوسېدونکي وايي، د ځینو سړکونو تړل، د سړکونو د ترمیم کارونه، د ښاري موټرو کموالی او د لاسي کراچیو ډېرښت د دې لامل شوی چې د کار له ځایه تر کوره رسېدل ساعتونه ونیسي. د دوی په وینا، د ښاري موټرو شمېر د اړتیا پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او د ټکسي کرایه ډېرو کورنیو ته د زغم وړ نه ده.
دا وضعیت یوازې یوې یا دوو ناحیو پورې محدود نه دی؛ نږدې په ټولو سیمو کې، په ځانګړي ډول د کاري ساعتونو په پای کې، د خلکو ګڼه ګوڼه د تمځایونو په شاوخوا کې ډېره ده او د ټرافیک بهیر هم خورا ورو شوی دی. کابل له شدید فشار او ترافیکي خنډونو سره مخ دی.
په همدې حال کې، د کابل د عمومي ټرافیک ریاست وايي چې دا ګڼه ګوڼه نوی پدیده نه ده او هر کال د ژمي له موسم سره، چې د کاري ساعتونو موده راکمیږي، د ازدحام شدت زیاتېږي. دغه اداره ټینګار کوي چې دا یو موقتي حالت دی او د ټرانسپورټ وزارت او د کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ هڅې روانې دي ترڅو د ګڼه ګوڼې کچه راکمه کړي.
بلخوا، د کابل ښاروالۍ د لاسي کراچیو زیاتوالی د ښاري بېنظمۍ یو لامل بولي او وايي چې دا موضوع د وسایطو په تګ راتګ کې خنډونه رامنځته کړي دي. د ښاروالۍ په وینا، د لومړۍ او دوهمې ناحیې او یو شمېر نورو برخو لپاره د ځانګړو خرڅلاو سیمو د جوړولو لپاره پلانونه تر څېړنې لاندې دي.
سره له دې، د کابل د نفوسو زیاتوالی او د ښاري ترانسپورت د یوې دوامدارې او اغېزمنې تګلارې نشتوالی د طالبانو د ادارې د ښار خدمتونو د مدیریت په اړه نیوکې زیاتې کړې دي. د ښار اوسېدونکي ټینګار کوي چې لنډمهاله حللارې کافي نه دي او اړتیا ده چې د ښاري ترانسپورت او نظم د ښهوالي لپاره عملي او اوږدمهاله پلان جوړ شي.




