په مشهد کې د «الغالبون» دوهم نړيوال کنفرانس ترسره شو

د «الغالبون» دوهم نړيوال کنفرانس د شنبې ماښام، د جدي په شپږمه نېټه، په مشهد ښار کې او د جنرال قاسم سليماني د شهادت د شپږم تلين له نږدې کېدلو سره يوځای ترسره شو. د دې غونډې تمرکز د هغه له مکتب سره تړلي فکري او عملي ديدګاوو د ارزونې پر موضوعاتو و، چې د سيمې په بدلونونو کې یې اغېز درلود.
دا کنفرانس د ايران ميشتو افغانستاني کلتوري بنسټ په هڅه او د مقاومت محور اړوندو څېرو، فرهنګي او ټولنيزو مخکښو، او د ايران مېشتو افغانستاني مهاجرينو د يو شمېر روڼ اندو په ګډون ترسره شو. د غونډې جوړوونکو دغه ناسته د اسلامي نړۍ د فکري او فرهنګي فعالانو ترمنځ د نظر او اند د تبادلې يوه هڅه وبلله.
د غونډې ويناوالو د شهيد جنرال قاسم سليماني د رول يادونه وکړه او پر هغو موضوعاتو يې ټينګار وکړ چې د اسلامي امت يووالی او د هغو “بهرنيو ننګونو او ګواښونو” پر وړاندې سياسي او فکري بيداري ته اړوندې وې. په ويناګانو کې د سليماني مکتب د همغږۍ او مقاومت د يو فکري چوکاټ په توګه ياد شو.
حجت الاسلام والمسلمین وحيدي، چې د ايران مېشتو افغانستانيانو د کلتوري او ټولنيز بنسټ مسئول دی، وويل چې شهيد سليماني د سيمې له ملتونو سره يو اغېزناک شخصيت و او د ده کړنلاره د بېلابېلو اسلامي جريانونو او مذهبونو ترمنځ د اړيکو پر جوړولو ولاړه وه.
د وحيدي په وينا، د مقاومت له بېلابېلو ډلو د ملاتړ تګلاره نه پر ځانګړي مذهب ولاړه وه او نه پر ځانګړې تابعيت باندې محدوده وه، او همدې چلند د اختلافاتو په کمېدو او د همکارۍ په پياوړتيا کې مرسته کړې ده. ده زياته کړه چې د همدې ليد دوام د دې کنفرانس له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.
د غونډې په بله برخه کې، د مشهد امام جمعه د مقاومت د ګفتمان د نفوذ د پراخوالي يادونه وکړه، او ويې ويل چې دا تفکر د جغرافيايي پولو ډېر هاخوا تللی او په بېلابېلو چاپېريالونو، په ځانګړي ډول د سيمې نه بهر علمي او ټولنيزو حلقو کې د توجه وړ ګرځېدلی دی.
آيت الله علم الهدی زياته کړه چې د جنرال سليماني تر شهادت وروسته، دا بهير نه يوازې کمزوری شوی نه دی، بلکې په سيمهييزه او له سيمې هاخوا کچه يې لا زيات انعکاس موندلی دی.
په پای کې، د غونډې ګډونوالو وويل چې د دې ډول ناستو هدف د خبرو اترو پياوړتيا، د فکري همکارۍ پراختيا او د مقاومت د تګلارې د اړوندو نظرونو ژوندي وساتل دي.




