د کجکي بند برېښنا قندهار او هلمند ته په بشپړ ډول بنده شوې ده

سيمه ييز سرچينې تاييدوي چې د کجکي بند د اوبو د سخت کموالي له امله، له دې بند څخه قندهار او هلمند ته د برېښنا لېږد په بشپړ ډول بند شوی دی او تر اوسه د بېرته نښلولو دقيق وخت نه دی اعلان شوی.
د سرچينو په وينا، دا پرېکون نن د شنبې په ورځ، د جدې په شپږمه نېټه پيل شوی دی. دا مهال د قندهار ښار يوازې د محدودې لمرينې برېښنا لرونکی دی، چې هغه هم يوازې د ورځې په لنډو ساعتونو کې د دې ولايت صنعتي ښارګوټي ته برېښنا برابروي.
د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) له دې وړاندې، د روان لمريز کال د سنبلې مياشتې په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې د کجکي بند د اوبو سطحې ټيټې شوې او د برېښنا توليد په څرګند ډول کم شوی دی. دغه اداره ويلي وو چې د همدې ستونزې له امله د قندهار ښار برېښنا نوبتي شوې او اوسېدونکي هره ورځ يوازې د دوو تر دريو ساعتونو پورې برېښنا ترلاسه کوي.
برشنا زياته کړې وه چې اوسمهال محدود برېښنا د ډيزل او لمرينې سرچينو له لارې برابريږي، چې دا يو لګښت زيات او ناپايدار حل دی او د ښار اوسېدونکو او توليدي څانګو ته يې لا زيات فشارونه رامنځته کړي دي.
کجکي بند د هېواد په سوېل کې د برېښنا له مهمو سرچينو څخه دی او له قندهار پرته، د هلمند مرکز لښکرګاه او د دې ولايت د ځمېنداور، ميوند او کجکي ولسواليو ته هم برېښنا برابره وه.
افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د اقليمي بدلونونو له امله له سختې وچکالۍ سره مخ شوی دی؛ داسې حالت چې د سيندونو او بندونو د اوبو سطحه يې په پراخه توګه راکمه کړې او د دې اغېزې نه يوازې د برېښنا په کمښت، بلکې د کرنې او د ميليونونو اوسېدونکو په معيشت هم ژوره منفي اغېزه کړې ده.
په ورته وخت کې، د طالبانو د ادارې له خوا د اوبو او انرژۍ د سرچينو د اغېزمنې مديريت او شفاف پلان نشتوالی، د برېښنا د دوامدار بحران او د هغه اقتصادي او ټولنيزو پايلو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي، په ځانګړي ډول د هېواد په سوېل کې.




