په درې ولسوالیو کې د ۱۳۴ کورونو د جوړېدو او ترميم کار پيل شو

د طالبانو اداره اعلان کړی چې په هلمند ولايت کې د درې ولسواليو په کچه د ۱۳۴ استوګنيزو کورونو د جوړولو او ترميم چارې پيل شوي دي؛ دا هغه اقدام دی چې د څو کلونو جګړو او ويجاړۍ وروسته، د دې ولايت د اوسېدونکو بېړني اړتياوې برابروي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، له دې کورونو څخه ۹۷ به ترميم او بيا رغول کېږي، او ۳۷ نور به له بنياده د معياري بڼې په ډول جوړ شي. د پروژې ټول لګښت ۱۳۰ زره امريکايي ډالره اعلان شوی، چې د «افغانستان د بيا رغونې او پرمختګ مؤسسې» له لوري تمويلېږي. دغه برنامه به په نهرسراج، سنگين او مارجه ولسواليو کې پلي کېږي.
د يادې مؤسسې مسوولان وايي چې پروژې دوه برخې لري: د نويو کورونو جوړول او د هغو کورونو بيا رغول چې په نسبي ډول ويجاړ شوي. د هغوی په خبره، تمرکز به پر هغو کورنيو وي چې د تېرو جګړو پر مهال تر ټولو زيات زيانمنې شوې دي.
نهرسراج هغه ولسوالی ده چې د جګړو پر مهال د دې سيمې سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي. ډېری کورنۍ وايي مالي توان نه لري چې خپل کورونه بيا ورغوي، او سره له دې چې له دې مرستو هرکلی کوي، ټينګار کوي چې لا هم سلګونه کورنۍ د مرستې په تمه دي.
د هلمند يو شمېر اوسېدونکي وايي د تېرو سختو جګړو پر مهال يې کورونه له منځه تللي، او اوس يوازې د اړتيا يوه برخه پوره کېږي. دوی غوښتنه کوي چې دا پروژه پراخه شي او نورې کورنۍ، په ځانګړي ډول کونډې او يتيمان، هم پکې شامل شي.
د نهرسراج سيمه ييز مسوولان ادعا کوي چې د طالبانو د ادارې له رامنځته کېدو وروسته، په دې ولسوالۍ کې لسګونه کورونه جوړ شوي او د روانې پروژې په لړ کې به ۲۷ نور کورونه هم بيا ورغول شي. د هغوی په خبره، دغه کورونه به دوه کوټې، يوه تشناب او يو دهليز ولري.
د موجودو معلوماتو له مخې، يوازې په سنگين، مارجه، نوزاد او د هلمند په مرکزي سيمو کې د تېرو شل کلونو جګړو پر مهال تر پنځه زره زيات کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي. خو منتقدان وايي د ويجاړۍ کچه دومره پراخه ده چې د محدودو پروژو له لارې نه شي جبيره کېدای، او د طالبانو اداره لا تر اوسه د هلمند د هر اړخيزې بيا رغونې لپاره يو جامع او شفاف پلان نه دی وړاندې کړی.




