مهم خبرونهنړیوال

زلنسکي: د روسيې ته د ځمکې سپارل ولسي‌رايو ته اړتيا لري

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي ټينګار کړی چې هر ډول پرېکړه د روسيې ته د ځمکې د سپارلو يا د دونباس له سيمې د شاتګ په اړه بايد يوازې د ټول‌ټاکنې له لارې د خلکو په رأيه وشي. زلنسکي دا دريځ د روسيې سره د جګړې د پای ته رسولو هڅو په ترڅ کې بيان کړی دی.

زلنسکي د امريکايي ويبسايټ «اکسیوس» سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې چې د يکشنبې ورځ په پلان شوې ليدنه کې له د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې د پای لپاره پر يو مهال‌ويش شوي چوکاټ موافقه وکړي. هغه زياته کړه، د دې ليدنې هدف دا دی چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د لوړې سياسي کچې يو روښانه لوری وټاکل شي.

د اوکراين ولسمشر وويل، که روسيه لږ تر لږه د ۶۰ ورځو اوربند ومني، نو دی تيار دی د اوکراين د سولې طرحه ولسي‌رايو ته وړاندې کړي. د ده په وينا، که څه هم کيف هڅه کوي په سيمه‌ييزه شخړه کې غوره دريځ ترلاسه کړي، خو که د «ډېرو ستونزمنو پرېکړو» اړتيا پېښه شي، نو د خلکو رأيه غوره لار ده.

زلنسکي همدارنګه څرګنده کړه چې ولسي‌رايه کولای شي د سولې ټول ۲۰-ماده‌يزه طرحه ونيسي، نه يوازې يوه ځانګړې برخه. هغه وويل اوکراين غواړي جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي او له همدې امله د ولسمشرانو په کچه خبرې ضروري ګڼي.

په همدې حال کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «نيويارک پوست» سره په مرکه کې د اوکراين د سولې خبرو په اړه خوش‌بیني څرګنده کړه. هغه وويل، که څه هم دغه موضوع پېچلې ده، خو امکان شته چې جګړه پای ته ورسېږي.

زلنسکي د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په درېيمه خپله ۲۰-ماده‌يزه طرحه د روسيې سره د سولې لپاره اعلان کړه؛ په دې طرحه کې د دونباس له سيمې د نه شاتګ او د اوکراين د پوځي ځواک د ساتنې ټينګار شوی و. له بلې خوا، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرګي ريباکوف ويلي، د مسکو ۲۷-ماده‌يز وړانديز چې د امريکايي لوري سره په تماسونو کې وړاندې شوی، له دې طرحې سره بنسټيز توپيرونه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button