د افغانستان د پخواني عدليې وزیر د ۲۰۱۰ کال د ټاکنو د لاسوهنې تورونه رد کړل

فضلاحمد معنوي، چې د جمهوريت په نظام کې د افغانستان د عدليې پخوانی وزير دی، پر ځان او مارشل محمد قسيم فهيم د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو د پايلو د لاسوهنې تورونه په کلکه رد کړي او هغه يې له حقيقت څخه لېرې بللي دي.
نوموړي د هغه وخت د خپلواک انتخاباتي کمېسیون د جوړښت يادونه کړې او ویلي يې دي، دغه کمېسیون د هېواد د بېلابېلو قومونو له اوو غړیو جوړ و، او هېڅ پرېکړه د اکثريت له رايې پرته نه کېده. د ده په وينا، دغه جوړښت د انفرادي يا ډلهييزې لاسوهنې اجازه نه ورکوله، او نه دی او نه هم د ده همکاران د رايو د شمېرلو او پايلو د اعلان په بهير کې کوم رول درلود.
ښاغلي معنوي مارشل محمد قسيم فهيم يوه ملي او لويه څېره بللې او زياته کړې يې ده، چې د داسې تورونو تړل پر هغه، د افغانستان د معاصر تاريخ د يو با اغېزې شخص په وړاندې څرګنده بېانصافي ده.
د عدليې پخواني وزير دا هم روښانه کړه، چې د خپل مسووليت پر مهال هېڅ مقام يا مشر ونه توانېد، چې پر ده څه له ده د باور او وجدان خلاف وتپي. ده له هغو کسانو غوښتنه وکړه چې دا څرګندونې يې کړې، رسمي بښنه وغواړي، او که نه، د ده په وينا، د هغوی اخلاقي او ټولنيز اعتبار به تر پوښتنې لاندې راشي.
فضلاحمد معنوي په پای کې وويل، چې په مناسب وخت کې به د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو د بهير بشپړ او مستند جزئيات له عامو خلکو سره په خپلواکه او مفصله بڼه شريک کړي.




