تايلنډ او کمبوديا د سرحدي جګړو د بندېدو لپاره پر فوري اوربند سلا شول

تايلنډ او کمبوديا د شنبې په ورځ د خپلو شخمنو سرحدونو له اوږدو د فوري اوربند پر سر هوکړې ته ورسېدل؛ داسې موافقه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستيو کلونو تر ټولو سختو جګړو ته د پای ټکی ږدي او ټاکل شوې ده له هماغه ورځې له غرمې وروسته عملي شي.
د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې پوځيان به په خپلو اوسنیو دندو او موقعيتونو کې پاتې شي او هېڅ ډول پوځې تحرک يا ځواک زياتونه به نه کېږي. د دفاع چارواکو خبرداری ورکړی چې د ځواکونو هر ډول زياتوالی کولاى شي تاوترېخوالی زيات او د شخړې د اوږدمهاله حل هڅې کمزورې کړي.
دا موافقه له شلو ورځو پرلهپسې جګړو وروسته لاسليک شوه؛ نښتې چې د جنګي الوتکو، راکټونو او توپخانې په کارونې روانې وې او لږ تر لږه ۱۰۱ تنه یې وژلي او د دواړو هېوادونو له پوله نږدې له نيم ميليون ډېر اوسېدونکي يې بېځايه کړي دي.
نوی تاوتريخوالی د دسمبر په لومړیو کې هغه مهال پيل شو، کله چې هغه اوربند مات شو چې مخکې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مالیزيا د لومړي وزير انور ابراهيم په منځګړيتوب ترسره شوی و. له هغه وخت راهيسې د اوربند د بيا راوستلو هڅې بېنتيجې پاتې شوې او جګړې له لائوس سره نږدې ځنګلي سيمو څخه تر تايلنډي خليج ساحلي ولايتونو پورې وغځېدې.
د دې هوکړې له مخې، د اوربند څار د جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو اتحاديه (آسيان) څارونکې ډلې ته سپارل شوی، او تر څنګ يې د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو او جګپوړو پوځی قوماندانانو تر منځ مستقيم تماس ټينګېږي.
دواړو لوريو د بېځايه شويو اوسېدونکو تدريجي ستنېدو ته ټينګار کړی او ژمنه يې کړې چې پر ملکي وګړو به هېڅ ډول زور نه کېږي. تايلنډ منلې چې که اوربند ۷۲ ساعته ټينګ پاتې شي، ۱۸ کمبوديايي نيول شوي سرتېري به خوشي کړي.
خو د موافقې په متن کې ټينګار شوی چې دا اوربند به د سرحد د کرښې د ټاکلو پر روانو بهيرونو اغېز ونهکړي او د ځمکنۍ شخړې حل به د دواړو لوريو د ګډو ميکانيزمونو له لارې پر مخ ولاړ شي؛ هغه شخړه چې له يو قرن زيات وخت راهيسې د دواړو هېوادونو د ۸۱۷ کيلومتره پولې پر برخو سيوری غوړولی.
تايلنډي چارواکو په غبرګون کې ويلي چې دا شخړه بايد د دواړو دولتونو د اختلاف په توګه وکتل شي، نه د ملتونو د دښمنۍ په توګه، او دا چې دايمي سوله د سرحدي سيمو د اوسېدونکو د کړاو د کمېدو يوازينۍ لاره ده.




