د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

سره له پراخ بیرته تګ، نژدې دوه میلیونه افغانان لا هم په پاکستان کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسار د وروستیو معلوماتو له مخې، سره له دې چې په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیونه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، خو لا هم نژدې دوه میلیونه د افغانستان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چې دغه معلومات یې د یادې ادارې له قوله ورکړي، یوازې د نومبر په میاشت کې له ۱۷۱ زرو زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې نژدې ۳۸ زره کسان زوره له چمن او تورخم پولو ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسار دا هم ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ زیات شوي کړکېچونه د بشري مرستو د رسولو بهیر ګډوډ کړی او د سرحدي تګ راتګ په چارو کې یې سخت محدودیتونه رامنځته کړي دي.

دغه حالت په داسې حال کې دوام لري چې ډېری ستنېدونکي، په ځانګړې توګه د افغانستان په پولو سیمو کې، د بنسټیزو خدمتونو له کمښت او د ژوند د چانسونو له نه شتون سره مخامخ دي. دا موضوع د طالبانو پر ادارې د دې مسؤلیت ټینګار کوي چې د ستنېدونکو د ملاتړ او د لږ تر لږه د ژوند د اساسي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې باید لا ډېر اقدام وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button