مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ: د اوکراين جګړې پای ته رسول ستونزمن دی خو ممکن دی

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، هرچند د اوکراين جګړې ته د پای ټکی اېښودل اسان کار نه دی، خو د خبرو اترو له لارې د سولې د رامنځته کېدو امکان شته. هغه د نيويارک پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د سولې د خبرو بريا ته هیله‌من دی.

ټرمپ د خپلو پخوانیو تجربو ته په اشارې سره ويلي چې هغه په تېر وخت کې څو نړيوالې شخړې حل کړې دي او د اوکراين جګړه يې تر ټولو سخته بللې، خو زياته کړې يې ده چې دا شخړه هم کولی شي پای ته ورسېږي.

د نيويارک پوسټ د راپور له مخې، د امريکا ولسمشر د خپل راتلونکي ملاقات په اړه له د اوکراين له ولسمشر ولوديمير زلنسکي سره خوشبين دی او باور لري چې دا ليدنه کولی شي د سولې تړون په لور د پرمختګ سبب شي.

ټرمپ همدارنګه ويلي، د هغه په باور، هم روسيه او هم اوکراين غواړي جګړه پای ته ورسوي، خو په عملي ډګر کې د دواړو خواوو تر منځ د غوښتنو همغږي تل نه ده موجوده.

په همدې مهال، ولوديمير زلنسکي د دسمبر په ۲۴مه نېټه له روسيې سره د سولې يو شل‌ماده‌يز پلان وړاندې کړ. په دې طرحه کې د دونباس له سيمې د نه شاتګ او د يو ځواکمن پوځ د ساتلو پر ارزښت ټینګار شوی دی.

له بلې خوا، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريابکوف ويلي، د زلنسکي طرحه له ۲۷ مادو وړانديز سره، چې د دسمبر له پيل راهيسې د امريکايي لوري سره د مسکو د خبرو برخه وه، څرګند توپيرونه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button