امنیت او پېښېمهم خبرونه

په فاریاب کې د پخواني امنیتي سرتیري عامه وژنه

ځايي سرچینو آماج نیوز ته ویلي چې نن د جمعې په ورځ د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو غړی د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په مرکز، د کولیان سیمې په بازار کې عام محضر کې په ډزو وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، وژل شوی سړی جورې قول نومېده او د همدې سیمې اوسېدونکی و. نوموړی د ملا طیب له خوا، چې په صداقت مشهور دی او د جوزجان ولایت د خمیال ولسوالۍ د سرحدي قطعې د څلورم کندک مسوول بلل کېږي، په ډزو وژلی شوی دی.

سرچینې زیاتوي، دا پېښه د خلکو په منځ کې شوې ده، یوه داسې کړنه چې د بشر د حقونو د ښکاره نقض او د سیمه ييزو اوسېدونکو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي. دغه ډول کړنې، په ځانګړي ډول د شفاف قضایي بهیر پرته د خلکو عامه وژنه، د طالبانو د حکومت د عدالت او قانون د اصلونو په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

تر اوسه د طالبانو حکومت چارواکو په فاریاب او یا هم جوزجان کې د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button